النمل ۹

يَا مُوسَى إِنَّهُ أَنَا اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

ای موسیٰ علیه السلام یقیناً زه اللّه یم زورآور او حکمتونووالا -

حکمتونه دادی (۱) مرحبا او سلام نه روستو تعارف کیږی (۲) دسلام نه روستو کلام دی (۳) الْعَزِيزُ کښی اشاره ده چه اللّه تعالٰی به موسیٰ علیه السلام لره غلبه او عزت ورکوی (۴) الْحَكِيمُ کښی اشاره ده چه موسیٰ علیه السلام باندی اول مصبتونه قسم قسم راوستل اوآخرکښی کامیابی ورکول دابنا دی په حکمت د اللّه تعالٰی باندی (۵) اوپه دی کښی وحی د مسئلی دتوحید ده چه اول فرض دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل