النمل ۸

فَلَمَّا جَاءَهَا نُودِيَ أَنْ بُورِكَ مَنْ فِي النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

پس هرکله چه راغی موسیٰ علیه السلام هغی ته آواز ورکړی شو چه برکت ورکړی شوی دی هغه چاته چه په طلب ددی اورکښی دی اوهغه څوک چه ددی چاپیره دی او پاکی ده اللّه تعالٰی لره چه رب العٰلمین دی -

حکمتونه په دی کښی (۱) سفر د موسیٰ علیه السلام سبب شو دحصول دبرکاتو د الٰهیو دپاره (۲) موسیٰ علیه السلام اوملائک په برکاتوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی ځکه مجهول صیغه ئی ذکرکړی ده لیکن فاعل معلوم دی دسورة فرقان نه (۳) اوندا او کلام د اللّه تعالٰی مخلوق دمشابهت منزه پاک دی ځکه ئی سبحان اللّه اوئیل (۴) اوتنزیه (پاکوالی) د اللّه تعالٰی ذاتی او فعلی دواړه ده ځکه ئی اللّه اورب دواړه صفتونه ذکرکړل (أَنْ بُورِكَ) داسلام او ترحب دی د اللّه تعالٰی نه موسیٰ علیه السلام ته (مَنْ فِي النَّارِ) هغه څوک چه په ځای د اورکښی دی یاپه طلب داور کښی دی اودا موسیٰ علیه السلام دی اومراد دنارنه نوردی لیکن په اعتبار د گمان د موسیٰ علیه السلام ئی ورته ناراوئیل (وَمَنْ حَوْلَهَا) مراد ددی نه ملائک دی چه د اللّه تعالٰی په اذن سره دغه نورته راجمع کړی شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل