إِذْ قَالَ مُوسَى لِأَهْلِهِ إِنِّي آنَسْتُ نَارًا سَآتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ آتِيكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ
کوم وخت چه اوئیل موسیٰ علیه السلام خپل کوروالاته یقیناً مالیدلی دی اور، زر ده چه رابه وړم تاسوته دهغی نه خبر(دلاری) یابه راوړم تاسوته شغله لیت بل کړی ددی دپاره چه تاسو تاوده شئ -
ددی آیت دوهم باب دی تر (۵۹) پوری په دی کښی واقعه د موسیٰ علیه السلام او سلیمان علیه السلام کښی لوئ حکمت ته اشاره کوی چه دوی په غیبو باندی علم نه لرلو او واقعه دصالح علیه السلام او دلوط علیه السلام کښی لوی حکمت ته اشاره ده چه دوی او ددوی تابعداران (اگرچه دا ټول بزرگان وؤ) په سلامتیا او عافیت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ - ددی آیت نه تر (۱۴) پوری اوله قصه د موسیٰ علیه السلام ذکرکوی اوپه هرآیت کښی حکمتونه دی اوهرکله چه سورة شعراء کښی دابتداء ددی قصی نه وه ذکرکړی نوپه دی آیاتونو کښی ابتداء دقصی ذکرکوی - په دی (۷) کښی بعضی حکمتونه دادی (۱) د موسیٰ علیه السلام اهل وعیال وو (۲) سفرداهل سره جائزدی (۳) غیب دان نه دی ځکه نورته ئی ناراوئیل (۴) داوروالونه استفاده کول په خبردلاری (۵) داورنه استفاده کول دپاره د دفع دیخنی (بِشِهَابٍ قَبَسٍ) شهاب رنړا ته وئیلی کیږی اوقبس بل لیتکی ته وائی یعنی شغله دبل لیتکی به راوړم -