النمل ۶

وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى الْقُرْآنَ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ

اویقیناً ته خامخا ښودلی شی تاته قرآن دطرف دحکمت والا اوپه هرڅه پوهیدونکی ذات نه -

دا متعلق دی د اول آیت سره اوپه دی کښی تسلی او تشجیع ده رسول اللّٰه ﷺ ته په بیانولو دقرآن په تاکید سره (لَتُلَقَّى) کښی تاکید دی یعنی قرآن راځی تاته دطرف د اللّه تعالٰی نه او ته ئی قبلوی په مضبوطیا سره بل تاکید دادی (مِنْ لَدُنْ) دمینځ نه واسطه دجبرائیل ئی خذف کړله ځکه چه هغه رسول دی اوخبره درسول خو کلام دمرسِل وی (حَكِيمٍ عَلِيمٍ) دا نورتاکیدات دی او دا تمهید دی دراتلونکو واقعاتو دپاره چه په دغه واقعاتو کښی حکمتونه دی اود علمونو د اللّه تعالٰی مظهردی اوداپه دی سورة کښی اول خطاب دی نبی ﷺ ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل