أُولَئِكَ الَّذِينَ لَهُمْ سُوءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِي الْآخِرَةِ هُمُ الْأَخْسَرُونَ
دا هغه کسان دی چه دوی له ناکاره عذاب دی اودوی به آخرت کښی هم دوی تاوان والا وی -
په دی کښی تخویف دی دنیوی او اخروی منکرینوته (سُوءُ الْعَذَابِ) ددی وجی نه چه اعمال ئی سیئه دی او اخسرون ددی وجی نه چه هغه اعمالوسیئو ته ښه کارونه وائی اوځان په کښی کړَوی -