النمل ۴

إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَالَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ

یقیناً هغه کسان چه ایمان نه راوړی په آخرت باندی ښائسته کړی دی مونږ دوی ته عملونه ددوی نو دوی گډوډ دی -

په دی کښی زجردی دمنکرینوته چه انکار دآخرت نه سبب دی د اعمالوقبیحو (مخالف دصفاتو داهل قرآن نه) او اعمال قبیحه سبب دی دعمه یعنی پریشانی دژوند دنیوی (زَيَّنَّا لَهُمْ) نسبت د زینت اللّه تعالٰی ته په اعتباردخلق سره دی دپاره دابتلاء‌ اوکله ددی نسبت شیطان کیدی شی په اعتباردوسوسی دهغه سره (أَعْمَالَهُمْ) نه مراد ناکاره عملونه او بدعات دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل