الشعراء ۲۱۴

وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ

او اویروه قبیله خپله نزدی (په نسب کښی) -

په دی کښی دوهم ادب دداعی دپاره ذکرکوی یعنی صاف دعوت ورکول خپلی قبیلی او خپلوانوته اگرچه مشران دی لوی نسب والا دی دا ددی دپاره چه نورخلق طعن اونه کړی چه خپلوانوته هیڅ نه وائی اومونږته مسئلی کوی دوهم ددی دپاره چه خلق پوهه شی چه دی په دین کښی دخپل او لوئ سړی لحاظ نه کوی دریم چه خپلوان دده نه داطمع اونه لری چه دی به زمونږ خبره اومنی - بله خاصه وجه په دعوت دقریشو کښی داده چه په هغوی باندی د نورو خلقو اعتماد وو اودوی په شان دپیرانو وو اوعام خلق ددوی مریدان او تابع وؤ اوهرکله چه متبوع او پیرایمان راوړی نو تابعدار او مریدان ضرور ایمان راوړی نودوی ته دعوت ذریعه ده ددعوت د عام کولو دپاره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل