فَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَكُونَ مِنَ الْمُعَذَّبِينَ
پس مه رابله د اللّه تعالٰی سره چه اِلٰه (حاجت روا) ئی گنړی بل پس شی به دعذاب ورکړی شوؤ نه -
دا بیان دفرق دی په مینځ ددعوت د شیطانانو او دمقصد قرآن کښی، یعنی شیطانان دغیراللّه نه حاجتونه غواړی اوشرک کوی اوشرک ته دعوت ورکوی اوته دقرآن دمقصد موافق دغیراللّه نه حاجات مه غواړه کله چه الٰه ئی اوگنړی (یعنی واکداردهرڅه اوغیب دان) ئی اوگنړی اوحاجات ترینه غواړی دا خوشرک دی اوقرآن خو دعوت دتوحید ورکوی خطاب په دی کښی پیغمبرته دی لیکن مراد ترینه امتیان دی - اوددی آیت نه تر (۲۲۰) پوری پنځه اداب دداعی دحق دپاره ذکرکوی په دی کښی اول ادب دی چه داعی دی د مشرکانو د تشبیه او دعذاب داسبابونه ځان اوساتی -