الشعراء ۲۱۵

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ

اوکوز ساته وزر خپل هغه چاته چه تابعداری کوی ستا دایمان والو نه -

دا دریم ادب دی په باره دملگرو کښی چه داعی دخپلو ملگرو سره شفقت او نرمی کوی اوداسی سورة حجر (۸۸) کښی تیرشوی دی - دمرغانو عادت دی چه الوځی نووزری پورته کړی اوکله چه کوزیږی نووزری خکته کړی نودا کنایه ده دتواضع او انکسار د ملگروسره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل