وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا
اودا هغه کسان دی چه وائی ای ربه ځمونږه را اوبخښی مونږته بیبیانو ځمونږنه او اولاد ځمونږ نه یخوالی دسترگو اواوگرځوی مونږد متقیانو دپاره پیشوا -
دا پنځلسم صفت دی یعنی تیرشوی صفتونه لکه چه ځان کښی غواړی نودارنگ په خپل اهل اوعیال کښی داصفتونه خوښخوی (قُرَّةَ أَعْيُنٍ) دسترگو یخ والی کنایه ده دخوشحالئ نه چه په کتلوسره حاصلیږی یعنی مؤمن سړی چه داصفتونه په خپل اهل اوعیال کښی وینی نو خوشحالیږی نومعلومه شوه چه څوک داهل وعیال په بداخلاقئ بدکردارئ باندی خفه کیږی نه نو دهغه په ایمان کښی نقصان دی (وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا) داپه اصل کښی دعاده دپاره داهل وعیال په تقویٰ سره او هرسړی امام دی دخپل اهل وعیال دپاره یعنی دوی متقیان اوگرځوی دی دپاره چه زه دمتقیانو امام اوگرځم، إِمَامًا جمع د اَمَّ ده یامصدر دی په معنیٰ دجمع اومبنی للمفعول دی یامفرد دی په معنیٰ دمقتداسره -