الفرقان ۷۳

وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا

اوداهغه کسان دی چه هرکله بیان کړی شی دوی ته آیاتونه درب خپل نه پریوځی په هغی باندی کانړه او ړانده -

د څوارلسم صفت دی اودا صفت سبب دی دحاصلولو دټولو صفاتو حسنو ځکه چه قرآن اوری په توجه سره اوپه هغی کښی غوراوفکرکوی اوپه هغی باندی عمل کوی نوتیرشوی ښائسته صفات په دی سره حاصلیږی (لَمْ يَخِرُّوا) کنایه ده دغفلت نه کولونه خِرُّوا ئی ځکه اوفرمائیل چه انسان په مجلس د قرآن لوستلو کښی غفلت اوکړی نوخوب ورباندی غالب شی نوسرئی مخی طرف ته را اغورځیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل