الفرقان ۷۲

وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا

او داهغه کسان دی چه نه حاضریږی دروغوته اوهرکله چه تیریږی په ناروا کار باندی وتیریږی ځان بچ ساتونکی -

په دی آیت کښی دوه صفتونه ذکرکوی (دولسم، دیارلسم) اوددی صفتونو مقصد ځان بچ کول دی داسبابو دگناهونونه (لَا يَشْهَدُونَ) دشهود مراد دادی یعنی نه حاضریږی اوتماشی نه کوی یاد شهادت نه دی یعنی گواهی ددروغو نه کوی (الزُّورَ) هرباطل ته وئیلی کیږی چه ښائسته کړی شوی وی اوپه دی کښی داخل دی شرک، بدعات، فسق او فجور، اخترونه دمشرکانو، عرسونه، میلی په قبرونوباندی، سینماگهر، هغه لوبی چه هغی سره گناهونه وی، اجتماعات اوجلسی جلوسونه دشرک او بدعاتو، مجلس دټنگ ټکور، گډا، مجلس ددروغووئیلواوغیبت اوبهتان وئیلو دالفظ ټولوته شامل دی ځکه دی کارونوته اوددی مجلس ته حاضریدل اوتماشی کول سبب دډیرو گناهونودی (بِاللَّغْوِ) سرودونه غزل خوانی، مجالس دباطل اعمالو اوټول گناهونه (كِرَامًا) اعراض کوؤنکی ځان ساتونکی یعنی هغوی سره نه کښینی اونه ورته اودریږی اونه پری خوشحالی کوی بلکه په وخت دتیریدلوکښی بل خواته مخ اړوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل