الفرقان ۷۵

أُولَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا

دغه صفتونو والا بدله به ورکیدی شی دوی ته بنگلی په وجه دصبرکولږ ددوی (په دغه کارونوباندی) اوپیش کولی به شی دوی ته په هغی کښی مبارکی اوسلام -

دابشارت دی هرکله چه داتیرشوی صفتونه په صبرسره حاصلیږی ددی وجی نه (صَبَرُوا) ئی ذکرکړو اوهرکله داصفتونه چه اوچت او عالی صفات دی نوجزاء به ئی په جنت کښی هم اوچتی بنگلی وی - فرق په مینځ دتحیة او سلام کښی دادی تحیة د اللّه تعالٰی دطرف نه ده اوسلام دملائکو او ملگرو د طرف نه یا تحیه پیغمام دبادشاهئ او دهمیشوالی دی اودسلام معنیٰ مشهوره ده - یا تحیه سلام دی اوسلام په معنیٰ دمبارکئ دی په سلامتیا سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل