الفرقان ۶۴

وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا

اودا هغه خلق دی چه شپه رونړه وی دپاره درب خپل سجده کؤونکی او ولاړ -

په دی آیت کښی څلورم صفت ذکرکړی دی مطلب داچه تیرشوی آیت کښی ددوی دورځی کار (چه دعوت دپاره گرځیدل دی) ذکرکړونوپه دی کښی دشپی عمل ذکرکړو اشاره ده چه دتبلیغ اودعوت الی الحق دپاره دشپی عبادت او تهجد کول ضروری دی دپاره داستعانت او استفغار طلب کولو د اللّه تعالٰی نه - سجده اوقیام ئی خاص ذکرکړل ځکه چه دشپی په تهجد کښی دا دواړه اوږده کول په کاردی - اودا صفت ئی سورة السجده (۱۶) کښی هم ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل