وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا
اودا هغه کسان دی چه وائی ای ربه ځمونږه واړوی ځمونږ نه عذاب د جهنم یقیناً عذاب دهغی دی تاوان -
په دی آیت کښی پنځم صفت ذکردی مطلب داچه سره طاعت او عبادت کولونه ویره دعذاب نه کوئ لکه سورة المؤمنون (۶۰) کښی، اودا مقصد دعبادت دی چه دعذاب د جهنم نه بچ شئ یعنی وائی چه ددی عبادت توفیق په داسی طریقه سره راکړی چه دعذاب نه د بچ کیدلو سبب اوگرځی (غَرَامًا) همیشه لازم او تاوان او هلاکت ته وئیلی کیږی -