الفرقان ۶۳

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا

اوخاص بندگان درحمان هغه خلق دی چه گرځی په ځمکه باندی په نرمئ اوهرکله چه خبری کوی ددوی سره جاهلان نودوی ورته وائی دسلامتیاخبره -

ددی نه پنځلس اوصاف دتوحید والو ذکرکوی یعنی مؤحدینو باندی لازم دی چه په ځان کښی داسی صفتونه پیداکړی - اوهرکله چه تیرشوی آیت کښی ذاکرین او شاکرین ئی ذکرکړل او اوس په دی آیاتونو کښی دهغه ذکراو شکرطریقی ‌ذکرکوی اودغه پنځلس صفات دی په دی آیت کښی ئی دری صفات ذکرکړی دی - (۱) (عِبَادُ الرَّحْمَنِ) یعنی اللّه تعالٰی رحمان (اوبرکت ورکوؤنکی) گنړی اوهغه لره بندگی خاص کوی په خلاف دهغه کسانوچه دسجدی د رحمان نه انکاراونفرت کوی په دی کښی اشاره شوه چه ټولو صفتونونه ړومبی توحید دی اوپه لفظ د عبادالرحمن سره اشاره ده چه ټول قسمونه دعبادت اللّه تعالٰی لره خاص کوی که (۱) نهاری عبادت دی اوکه (۲) لیلی (۳) مامورات په ځای راوړل دی اوکه (۴) منهیاتونه ځان ساتل دی عبادت د (۵) خپودی اوکه د (۶) لاسونو د (۷) سترگو او د (۸) غوږونو د (۹) زړه دی اوکه (۱۰) سرعبادت دی (۱۱) بدنی دی اوکه (۱۲) مالی دی (۱۳) د اللّه تعالٰی حق ادا کول اوکه د (۱۴) مخلوق په دی ټولو صفتونو ذکرکړی شوؤ کښی دی اقساموته اشاره ده په فکرکولوسره - (۲) الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا) نرم رفتار نه مراد شرعی طریقی سره گرځیدل دی نوددی معیار سنت د نبی ﷺ دی په اعتبار دکیفیت درفتار اوپه اعتباردمقصد درفتار اوکیفیت دگرځیدلوپه سورة لقمان (۱۹) کښی وَاقصِد سره ذکرکړی دی یعنی نه ډیرتیزاو نه ډیرپه مزه اودارنگ نه به ډیر ټیټ وی اونه به ډیرنیغ وی بلکه لږ به مخی ته کوږ وی لکه چه سړی چه کندی ته کوځیږی - اومقصد د گرځیدلو سنت طریقه داده چه ددعوت او تبلیغ دپاره اواطاعت دپاره گرځی دفساد اوگناه دپاره نه گرځی بیا صرف گرځیدل مراد نه دی بلکه تمام ژوند دسنت موافق تیرول مراد دی - اودا کنایه دعدم تکبرنه ځکه ده چه تکبرمنبع دگناهونو دی (۳) (وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا) یعنی جاهلان خلق کوشش کوی چه دوی لره دصحیح رفتار نه منع کړی - که کنځل ورته کوی طعنونه او بهتانونه ورباندی جوړوی نودوی دهغوی نه ځان بچ کوی اوحقه خبره ورته کوی - دسلام یو معنیٰ تسلماً اوبرائت اواعراض کول لکه سورة قصص (۵۵) کښی دی اوبله معنیٰ صحیح او حقه ویناکول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل