الفرقان ۶۲

وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا

اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه جوړه کړی ده شپه اوورځ دیوبل نائِب هغه چالره چه اوغواړی چه نصیحت واخلی اوغواړی شکرکول -

دا آخری عقلی دلیل دی (خِلْفَةً) نه مراد دادی چه شپه اوورځ یوبل پسی زرزر راځی او بله معنیٰ داده چه دیوبل خلیفه او نائب دی حدیث صحیح کښی راغلی دی چه دچا وِرد (عبادت) دورځی پاتی شی نود شپی دی اوکړی اوچانه چه وِرد دشپی فوت شی نودورځی دی اوکړی ددی معنیٰ په مناسبت سره (لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يَذَّكَّرَ) ئی ذکرکړی دی يَذَّكَّرَ نه مراد هغه څوک دی چه دشپی او دورځی دحالاتو نه دلیل اونیسی په توحید د اللّه تعالٰی باندی (أَوْ أَرَادَ شُكُورًا) ددی نه مراد طاعت د اللّه تعالٰی دی پس دعقیدی دتوحید نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل