تَبَارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُنِيرًا
برکتونو والا دی هغه ذات چه پیداکړی دی په طرف دآسمان کښی منزلونه (دغټوستورو) اوپیدا کړی دی په هغی کښی نمر بلیدونکی اوسپوږمئ رنړا کوؤنکی -
ددی آیت نه ترآخردسورة پوری څلورم باب دی په دی کښی دعویٰ دسورة ده په دریم کرت اودوه عقلی دلیلونه دی بیا پنخلس صفات دی دصالحینو اوهغوی له بشارت دی اواختتام دی په زجراو تخویف دنیوی سره - په دی آیت کښی مراد دبرکاتونه روحانی برکات دی چه هغه صفات چه اللّه تعالٰی ئی صالحینوبندگانو ته ورکوی اودا دلیل عقلی دی (بُرُوجًا) غټ ستوروته وائی یا مراد ترینه مورچی د څوکیدار ملائکودی یامنزلونه دښکاره کیدلو اوپه دی کښی (چه بروج اوشمس اوقمرئی ذکرکړی دی) لطیفه اشاره ده تقسیم ته په صالحینوکښی دری قسموته - کامل نیکان، درمیانه بندگان، عام مؤمنان او دا ټول دځمکی رنړا او زینت دی -