الفرقان ۶۰

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اسْجُدُوا لِلرَّحْمَنِ قَالُوا وَمَا الرَّحْمَنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا ۩ ࣛ

اوکله چه دوی ته اوئیلی شی سجده اوکړئ رحمات ذات ته دوی وائی اوڅه دی رحمٰن آیا سجده اوکړو هغه چاته چه ته مونږ ته حکم راکوی اوزیاتی کوی دوی لره نفرت -

دازجردی په انکارکولو درحمان او دسجدی نه رحمان ته دتوحید په طریقی سره - ددی نه مراد دا نه دی چه دوی د اللّه تعالٰی صفت رحمان نه منلو ځکه ددوی په اشعارو دجاهلیت کښی رحمان په صفت د اللّه تعالٰی کښی ذکردی بلکه مراد ددوی داوؤ چه کوم رحمان ته سجده اوکړو ځکه دوی رحمان مسیلمة الکذاب ته هم وئیلو داانکار عنادی وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل