قُلْ أَنْزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا
ته اوایه نازل کړی دی دا قرآن هغه ذات چه پوهیږی په هرپټ څیزپه آسمانونو اوپه ځمکه کښی یقیناً اللّه تعالٰی دی بخښنه کؤونکی رحم کؤونکی -
په دی آیت کښی رد دی په شپږطریقوباندی او ذکردصدق دقرآن دی (السِّرَّ) هرکله چه په پټوڅیزونو علم لری نوښکاره باندی خامخا علم لری - اوپه السِّرَّ راوړلوکښی اشاره ده چه په قرآن کریم کښی رازونه حکمتونه بی شماره دی نوولی ددی نه انکارکوئ (إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا) یعنی که توبه اوکړی نو اللّه تعالٰی به درته مغفرت او رحمت اوکړی په دی کښی ترغیب دی منکرینوته دتوبی اوانابت کولو - ابن کثیردحسن بصری نه نقل کړی دی چه اوگورئ کرم او جواد د اللّه تعالٰی ته چه دا خلق وژنی دوستان د اللّه تعالٰی، او اللّه تعالٰی دوی لره دعوت ورکوی توبی او رحمت نه -