الفرقان ۷

وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ لَوْلَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا

او دوی وائی څه وجه ده دی رسول لره چه خوری خوراک اوگرځی په بازارونو کښی ولی نه شی نازلیدلی ده ته ملک (فرښته) چه شی دده ملگرتیا کښی ویره ورکؤونکی -

په دی کښی زجردی په انکاردرسول سره هرکله چه قرآن دی رسول راوړی دی ددی وجی دوی دهغه درسالت نه انکارشروع کړو - اوپه هغه باندی هم شپږاعتراضونه دی په اول آیت کښی دری اوپه دوهم کښی هم دری، په اول کښی ذکردصفات د بشریت دی اوپه هغوی باندی ددوی اعتراض کول اشاره ده چه دمشرکانوپه عقیده کښی بزرگان هغوی دی چه خوراک ته ئی حاجت نه وی اودارنگ دنیوی تجارتونه نه کوی اودارنگ نبی ﷺ په بازارونوکښی ددعوت او توحید دپاره گرځیدلو او داپه مشرکانوباندی بوج وؤ نو اعتراض ئی کولو - اوپه دوهم باندی طلب د صفاتو د مالدارئ دی ځکه چه د جاهلانو په نیزسبب د عظمت مالداری ده (مَسْحُورًا) چه سحرپری کړی شوی وی یا مسحورپه معنیٰ د ساحردی یا معنیٰ هغه چه څوک محتاج وی خورا سکاک ته - یا مسحورپه معنیٰ دمجنون دی یعنی چه سحردهغه دماغ خراب کړی دی - اودا طعن دهغوی په داسی بشرباندی چه دټول عالم هوښیاردی او فصیح او بلیغ دی دا عین ظلم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل