الفرقان ۴

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ فَقَدْ جَاءُوا ظُلْمًا وَزُورًا

اووائی هغه کسان چه کفرئی کړی دی نه دی دا (قرآن) مگر دروغ دی چه ځان نه ئی جوړ کړی دی (دی نبی) اومدد کړی دی دده سره په دی باندی خلقو نورو نو یقیناً راوړه دوی ظلم اوددروغو خبره -

دا زجردی په انکار دقرآن سره په دری طریقو سره افک، افتراء، امداد دبل چا، اول دواړو ته ئی ظلم اوئیل اودریم ته ئی زوراوئیل دوجی ددی نه چه قرآن ددوی په شرک باندی ردکوی نودوی انکار دقرآن نه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل