وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً لَا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَاةً وَلَا نُشُورًا
اوجوړکړی دی دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه برکات ورکوونکی الٰهه چه نه شی پیدا کولی هیڅ څیز اوهغوی پیدا کړی شوی دی او اختیارنه لری دپاره د ځانونو خپلو دهیڅ نقصان او نه د فائدی اواختیارنه لری دمرک اونه دژوند اونه ددوباره پورته کولو -
په دی آیت کښی زجردی مشرکانوته په شرک فی البرکات سره (آلِهَةً) مراد ددی نه هغه معبودان ماسویٰ اللّه دی چه عقیده اولرلی شی چه اختیارمند دبرکاتو ددوی دی اوبندگی ورله کیږی - اوپه دی کښی شپږ اوصاف دهغوی نه ئی نفی کړی اویو صفت ورله ثابت کړی یعنی مخلوق دی - یعنی چه خالق نه دی اومالک نه دی نوبرکات به چاته څنگه ورکړی شی (ضَرًّا) هیڅ نقصان مالی او مرض بدنی دد فع کولو اختیار نه لری (مَوْتًا وَلَا حَيَاةً وَلَا نُشُورًا) عام دی موت او حیاة خپل او پردی ته -