الفرقان ۲

الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا

هغه ذات چه خاص هغه لره بادشاهی د آسمانونو او ځمکی ده اونه ئی دی نیولی ولد (ځوی) اونیشته ده لره برخی والا په بادشاهئ کښی اوپیدا کړی دی هرڅیز پس اندازه ئی ورکړی ده خاص اندازه -

په دی آیت کښی پنځه دلیلونه دی په ذکر دصفاتو د اللّه تعالٰی سره چه دری صفتونه ثبوتی او دوه صفتونه صلبی دی یعنی بادشاهی په ټولو څیزونو د اللّه تعالٰی ده مخلوق ټول دهغه رعیت او مملوک دی نو دوی اختیار دبرکاتوورکولو نه لری بیا سوال پیداشو که اوئیلی شی چه اللّه تعالٰی به اختیاردبرکاتوورکولو بل چاته سپارلی وی یابه ئی په برکات ورکولو کښی بل چالره دځان سره حصه دار جوړکړی وی نوددی جواب ئی اوکړو (وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ) دارنگ ئی اوفرمائیل هرڅه اللّه تعالٰی پیدا کړی دی نوتمام خیراو نعمتونه د اللّه تعالٰی مخلوق دی بیا که سوال اوکړی شی چه خالق خو اللّه تعالٰی دی لیکن کیدی شی چه بل څوک په دی نعمتونو اوخیرکښی کمی زیاتی اچوی نوجواب ئی اوکړو (فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا) سره یعنی اللّه تعالٰی دهرڅیزانداز مقررکړی دی نوهیڅ څوک په هغی کښی تبدیلی نه شی راوستلی نومعلومه شوه چه دبرکاتو اختیارمند صرف اللّه تعالٰی دی اودا آیت دلیل دی چه تَقْدِير دخیروشر اللّه تعالٰی کړی دی په تقدیرباندی ایمان راوړل فرض (رکن دایمان) دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل