رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ
سړی چه نه غافل کوی دوی لره سوداگری اونه خرڅول دیاداشت د اللّه تعالٰی نه او دپابندئ کولو دمونځ او د ورکولو د زکوٰة نه ویره کوی دهغه ورځ نه چه گډوډ به شی په هغی کښی زړونه او سترگی -
په دی آیت کښی داصحاب نور (دعوت کوونکی تورته) شپږ صفات ذکرکړی دی (۱) (رِجَالٌ) مراد ددی نه کمال درجولیت دی یعنی بهادارن دی، اوتخصیص درجال ځکه شوی دی چه په مساجدوکښی مونځ او تسبیح کول کمال دپاره دنارینه دی اوزنانه مونځ په خپل کورکښی بلکه دننه په کمره کښی پوره اجراوثواب لری (۲) (لَا تُلْهِيهِمْ) یعنی حلال کسب دنیوی کوی اوهرکله چه بهترکسب تجارت دی نوددی وجی نه تخصیص ئی اوکړو لیکن په کسب سره د اللّه تعالٰی ددین نه غافل کیږی نه عمل کوی په سورة منافقون (۹) باندی (۳) (عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ) یعنی اللّه تعالٰی یادوی په طاعت کولوسره (۴) (وَإِقَامِ الصَّلَاةِ) یعنی دمونځ پابند وی (۵) (وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ) یعنی زکوٰة ورکوؤنکی دی (۶) (يَخَافُونَ) دقیامت دحساب و کتاب وغیره نه ویره کوی اودقیامت داسی هیبت په حٰم مؤمن (۱۸) کښی اوسورة ابراهیم (۴۲) کښی ذکردی -