النور ۳۶

فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ

په کورونو کښی چه حکم کړی دی اللّه تعالٰی چه عزت اوکړی شی دهغی اویادکړی شی په هغی کښی نوم د اللّه تعالٰی تسبیح وائی هغه لره په دی کورونوکښی صبائی او بیگائی -

دا آیت تعلق لری دتیرشوی آیت سره - دمثال سره او د ممثل سره، تعلق دمثال سره دادی چه دغه مشکوٰة چه په هغی کښی زجاجه ده او زجاجه کښی مصباح دی وی په مساجدوکښی اوپه دی کښی ترغیب دی چه په مساجدوکښی رنړا کول سبب داجروثواب دی - اوتعلق دی ممثل له سره داسی دی چه دعوت دتوحید اوایمان وی په مسجدونواومرکزونو دتوحید او مدارسوددین کښی اومواضعو ددعوت او تبلیغ کښی -
فائده: په دی آیت کښی دمساجدو او دمرکزونو ددین اداب ئی ذکرکړی دی - اول ادب (أَنْ تُرْفَعَ) مراد ددی نه تعظیم دشان دمسجد او احترام دهغی دی په هغه طریقوسره چه په احادیثو نبویه کښی ذکرکړی شوی دی بعضی دادی، صفائی، خوشبویه کول، داوچت والی دآوازونو نه بچ ساتل، دورک څیزدپاره آواز نه کول، دمړی په باره کښی اعلان نه کول دتجارت او صنعت کولونه محفوظ ساتل، په داخلیدلو کښی ښئ خپه مخکښی کول اوذکر مسنون کول اوراوتلو کښی گسه خپه مخکښی کول اوذکر مسنون کول وغیره د آدابو لحاظ ضروری دی (وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ) په دی کی قرآن لوستل او درس دحدیث اود علومو دینیو کول اودعوت او تبلیغ کول اوذکرپه شرعی طریقه کول ټول داخل دی اودا جمله ئی دترفع نه روستو ځکه ذکرکړله چه اصل تعظیم دمساجدو په ذکرداسم د اللّه تعالٰی سره دی - (يُسَبِّحُ لَهُ) تیرشوی ادب په مسجد پوری خاص وؤ اوتسبیح عام عمل دمؤحد اودمؤمن دی چه هغه په اصل کښی آبادی دمسجد ده اوتسبیح نه مراد مونځونه کول او د اللّه تعالٰی دتوحید کلمات په ژبه لوستل اوهغی ته دعوت ورکول دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل