لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ
دپاره ددی چه بدله ورکړی دوی لره اللّه تعالٰی ښائسته بدله دعملونو ددوی اوزیاتی ورکړی دوی لره دفضل خپل نه او اللّه تعالٰی روزی ورکوی چالره چه اوغواړی بی حسابه -
په دی آیت کښی بشارت دی (أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا) دلته احسن مقابل دحسن نه دی بلکه هرعمل چه په اخلاص او اواتباع سنت سره وی نوهغه احسن دی (وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ) مرا ددی نه زیادت د جزاء دنیک عمل دی دلس چندونه زیات دهغی انداز معلوم نه دی یاداچه داعمالودعوض نه علاوه زیاتی هم ورکوی (وَاللَّهُ يَرْزُقُ) ددی نه مراد رزق دجنت دی چه دهغی حساب نیشته اوانداز ئی هم نیشته -