النور ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

دا سورت دی (لوئ شان والا) مونږ دا نازل کړی دی اوفرض کړی دی مونږ (عمل کول په دی باندی) او نازل کړی دي مونږ په دی حکمونه ښکاره ددی دپاره چه یاد کړئ حکمونه د اللّه تعالٰی -

سورة النور

ربط: دمخکښی سورة سره دادی (۱) مخکښی سورة کښی منع کول دمؤمنانودی د اوصاف المشرکین نه نوپه دی سورة کښی دصفاتو دمنافقینونه منع کول کوی (۲) مخکښی سورة کښی مسئله دتوحید په دلائل نقلیو او عقلیو سره ثابت کړه نوپه دی سورة کښی منع کول کوی د اسبابو دطعن نه په مؤحد باندی چه دهغی وجی نه منافقان بدنامی لگوی په مؤمن باندی -

دعویٰ د سورة

دروازه د فحشاء او تهمتونو بندول په منع کولوسره دهغی داسبابونه اوپه ذکرد ادابوسره په وخت د تهمت لگیدلوکښی، اوپه ذکردزجرونو او تخویفاتو دپاره دتهمت لگوؤنکو اوپه ذکر دصفات دمؤمنانو او د منافقینو دپاره دتمیزاوفرق - اودعوت دی توحیدته په ذکرد مثالونوسره اوپه ذکرکولو دعقلی دلیلونو اوپه رد سره په اقسامو دشرک چه شرک فی العلم او شرک فی التصرف او فی العبادة دی - او پنځلس آسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی - تفسیر قرطبی کښی لیکلی دی مقصد ددی سورة احکام دستر اودپاکدامنئ دی او عمررضی اللّه عنه کوفی والاؤ ته لیکلی وؤ چه خپلو زنانو ته داسورة اوښائی -

خلاصه د سورة

دی تقسیم دی پنځه بابونوته - اول باب تر (۱۰) پوری دی په دی باب کښی اول ترغیب دی دراتلونکو حکمونو منلو ته اودا مأخذ دی ددعویٰ دسورة بیا څلوراحکام ئی ذکرکړی دی دپاره دبندلو دفحش کارئ اولسم آیت کښی ترغیب دی -

تفسیر

په دی اول آیت کښی ترغیب دی ددی سورة په عظمت شان ذکرکولو سره په یو څو وجوسره اول یعنی داد قرآن اوچت شان والا تکړه ده دوهم داچه نازل کړی شوی ده دریم داچه په دی باندی عمل کول اللّه تعالٰی فرض کړی دی څلورم داچه ددی حکمونه واضح او ښکاره دی - پنځم داچه په دی کښی د تذکراو نصیحت اخستلو فائده ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل