النور ۲

الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ

زناکاره زنانه او زنا کار سړی پس اوهئ هریو ددی دواړنه سل سل دری اونه دی نیسی تاسولره په دی دواړو باندی ترس کول په جاری کولو ددین د اللّه تعالٰی کښی که چیری ئی تاسو چه ایمان لرئ په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنی باندی او حاضردی شی عذاب ددی دواړوته یو ډله دمؤمنانو نه -

په دی کښی اول حکم دی دفحش بندلو په جاری کولو دحد دزنا په سل دورو وهلوسره او ظاهر دآیت نه داده چه هرزناکار سړی اوزنانه که نکاح او واده ئی کړی وی اوکه نه وی کړی په هغوی باندی سل دری وهل دی اوبیا دحدیث صحیح په وجه سره په واده شوؤ باندی ورسره رجم دی سره داختلاف داهل علم نه اوپه غیرواده والوباندی دیو کال دپاره بهردملک نه شړل دی سره داختلاف دعلماؤ نه - او زانی او زانیه هله ورته وئیلی کیدی شی چه زنائی ثابت شی په اقرار یا په شرعی شهادت سره او (الزَّانِيَةُ) ددی وجی نه ئی مخکښی ذکرکړی دی چه د زنا کولو سبب اکثر دزنانه دطرف نه وی اوبله وجه داچه زنا کول په زنانه کښی ډیرشرم او ډیرنقصان دی (فَاجْلِدُوا) کښی عام خطاب دی مسلمانانوته نودا دلیل دی چه اسلامی خلافت قائم کول په مسلمانانوباندی فرض دی (وَلَا تَأْخُذْكُمْ) ددی مراد داچه د اللّه تعالٰی په دی حکم نافذ کولوکښی درناکارو سره هیڅ نرمی او رعایت کول جائزنه دی یعنی دسلودرو نه کم وهل یاپه دمه وهل یا معاف کول نه دی پکار (وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا) دا ددی دپاره چه عام خلق هم عبرت واخلی اوبل ددی دپاره چه دا مجرمان ښه اوشرمیږی - اوداحکم په ټولو حدودو او قصاص کښی دی چه دخلقو په وړاندی وی دپاره دعبرت اخستلو (طَائِفَةٌ) یو شخص ته هم وئیلی کیږی اودزیاتو حد نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل