وَقُلْ رَبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ
او اوایه ته ای ربه ځما بخښنه اوکړی اورحم اوکړی اوته غوره د رحم کؤونکونه ئی -
دا امردی نبی ﷺ ته په دعا سره دپاره دامتیانو چه دکفراودشرک نه ئی ځان بچ کړی دی اوهغه مؤمنان دی چه دهغوی صفتونه د سورة په اول کښی بیان شول نوپه آخرکښی دهغوی دپاره دعا دنبی ذکرشوه -