المؤمنون ۱۱۷

وَمَنْ يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لَا بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِنْدَ رَبِّهِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ

اوچاچه رامدد شه اوئیل اللّه تعالٰی سره بل مددگارته (چه الٰه ئی گنړی) نیشته دلیل ده لره په هغی باندی پس یقیناً پوره حساب دده درب دده سره دی یقیناً نه شی بچ کیدلی کافران -

دا تفریع ده په مخکښی آیت باندی په رد دشرک فی الدعاء سره (لَا بُرْهَانَ) دا قید واقعی دی یعنی په شرک باندی هیڅ دلیل نیشته (فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِنْدَ رَبِّهِ) اشاره ده غټ والی دسزا دشرک ته اواشاره ده چه ده ته بخنه نه کیږی (إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ) دا اجمالی حساب ئی ذکرکړو اوپه دی کښی تصریح ده چه دعا د غیراللّه کفردی اوداجمله دسورة دابتداء‌ په مقابله کښی ده چه (قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ) یعنی فلاح په کفرسره نیشته بلکه فلاح خاص ده په ایمان پوری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل