فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ
پس اوچت دی اللّه تعالٰی بادشاه دی حق دی نیشته حق دار دبندگی سیوا دهغه نه رب دی دعرش عزتمند -
دا دلیل دی د مخکښی آیت یعنی اللّه تعالٰی عبث کارنه کوی هغه دعبث کارونو نه لوئ دی یاتفریع ده په ټول سورة باندی یعنی هرکله چه دسورة په ابتداکښی ذکرکړو (فَتَبَارَكَ اللَّهُ) اونورتصرفات او دلیلونه ئی د ربوبیت او الوهیت ذکرکړو اواثبات دبعث بعدالموت ئی ذکرکړو نودهغی نتیجه ئی ذکرکړه چه معلومه شوه چه اللّه تعالٰی لوی دی اوپاک دی دشریکانو اودعبث کارونونه او ورپسی څلورصفات د اللّه تعالٰی ذکرکړل دپاره د دلیل (الْكَرِيمِ) عرش د اللّه تعالٰی کریم دی ځکه چه ټول نعمتونه رحمتونه دهغی نه نازلیږی - اودارنگ کریم دی یعنی دهغی مقابله څوک نه شی کولی اوعزت ئی نه شی کمولی، اوکریم په معنیٰ دښائسته هم دی -