فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
پس هغه څوک چه درانه شی عملونه دهغوی نودغه کسان بس دوی بچ دی عذاب نه -
دا مختصربشارت دی او مراد د (مَوَازِينُهُ) نه عملونه دی او (ثَقُلَتْ) نه مراد موافقت دهغی دی د کتاب اللّه او سنت رسول سره داسی په سورة اعراف (۸) کښی تیرشوی دی -