المؤمنون ۱۰۳

وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فِي جَهَنَّمَ خَالِدُونَ

اوهغه څوک چه سپک وی عملونه دهغوی نودا هغه کسان دی چه تاوانی کړی دی ځانونه خپل په جهنم کښی به دوی همیشه وی -

پوری په دی آیاتونو کښی اووه احوال دعذاب او اووه اسباب د عذاب کړی دی هغه په فکر اوتدبر سره معلومیږی (كَالِحُونَ) ددی بدشکلئ تفصیل په حدیث ترمذی کښی ذکرشوی دی چه مخونه به ددوی په اور کښی اوسوزی نوبره شونډه به ئی دسرمینځ پوری اورسیږی اولاندی شونډه به ترنامه پوری اورسی او غاښونه به ئی ښکاریږی (شِقْوَتُنَا) ددی نه مراد خواهشات او مزی ددنیا دی چه سبب دبدبختئ دی یا مراد ددی نه تقدیری شقاوت دی (اخْسَئُوا) عرب دا کلمه دسپو دشړلو دپاره ذکرکوی، نوپه دی کښی اشاره ده چه ددوی حال به دسپوپه شان شی یاداچه دنیا کښی دوی د سپوپه شان مؤحدین (دعوت کوؤنکی) داړل او چیچل اوپه هغوی پسی ئی غپل - لکه روستو آیت کښی ذکرکوی چه تاسو موحدینوپوری مسخری او خندا کوله اومراد د (فَرِيقٌ مِنْ عِبَادِي) نه هغه کسان دی چه په هغوی کښی هغه صفتونه وؤ چه ددی سورة په ابتداء او مینځ کښی ذکرکړی شوی دی اوسره ددی نه دوی د اللّه تعالٰی نه مغفرت او رحم غواړی (وَكُنْتُمْ مِنْهُمْ تَضْحَكُونَ) لکه چه سورة تطفیف (۲۹) کښی ذکردی (فَاسْأَلِ الْعَادِّينَ) ددی نه مراد حساب دان خلق دی یا ملائک، کِراماً کَاتِبَین دی یعنی دډیر هیبت او حیرانتیا د وجی نه داصل جواب نه غافل دی (أَفَحَسِبْتُمْ) دا زورنه هم په اخرت کښی به وی - یا داد سرنه خبره ده او زورنه ده منکرینو دتوحید او دبعث ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل