المؤمنون ۱۰۱

فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ فَلَا أَنْسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَاءَلُونَ

پس هرکله چه پوکی اوکړی شی په شپیلئ کښی پس نه وی نسبونه په مینځ ددوی کښی په دغه ورځ اونه به دوی تپوسونه کولی شی دیوبل نه -

ددی آیت نه تخویف اخروی شروع دی اومراد صور نه دوهمه شپیلئ‌ ده (فَلَا أَنْسَابَ) نه مراد دادی چه نسبونه فائده نه شی ورکولی بلکه دیوبل نه به تیخته کوی لکه سورة عبس (۳۵) کښی (وَلَا يَتَسَاءَلُونَ) که اعتراض اوکړی شی چه سورة صافات (۲۷) کښی تسائل ذکر دی نودی آیت کښی د هغی نفی څنگه اوشوه - اول جواب دادی چه دقیامت حالات مختلفه دی بعضی حالاتوکښی کولی شی - دوهم جواب دادی چه دی آیت کښی اوله شپیلئ‌ مراد ده، په دغه وخت به تسائل نه شی کولی اوددوهمه شپلیئ نه روستو به کولی شی دا تفسیر قرطبی د ابن عباس رضی اللّه عنهم نه نقل کړی دی، دریم جواب دادی چه د یوبل رحم کولو په باره کښی هیڅ نه شی غوښتلی او دزورنی تپوسونه به کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل