المؤمنون ۱۰۰

لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ

دپاره ددی چه عمل اوکړم نیک عمل په بدله دهغی کښی چه ما پریخودلی دی (اوبه وئیلی شی ورته) هیچ چیری نه کیږی یقیناً دا یوخبره ده چه دی وائی هغی لره اوددوی مخی ته لویه پرده ده ترهغه پوری چه دوی به دوباره ژوندی کولی شی -

په دی کښی مقصد دواپسئ ذکرکوی او عمل صالح شامل دی توحید او سنت ته - په كَلَّا سره دهغه جواب دی یعنی هیڅ کله نه شی واپس کیدی اودوی هیچ چیری عمل صالح نه کوی لکه چه سورة انعام (۲۸) کښی تیرشوی دی اوبیا ئی دواپس راتللونه مانع ذکرکړو چه هغه برزخ دی اوهغه په اصل کښی مانع او پردی ته وائی اوهغه وخت چه دمرگ نه تردوباره ژوندی پوری دی هغی ته عالم برزخ وئیلی شی که روح په علیین کښی وی اوکه په سجین کښی وی اوبدن که په قبرکښی وی، اوکه بل ځای کښی وی، روغ وی، اوکه ذری ذری وی نوهغه ته برزخ وئیلی کیدی شی دا برزخ غیر محسوسی دی لکه برزخ په مینځ دبحرین کښی په سورة رحمٰن (۲۰) کښی هغه هم محسوسی نه دی ابن کثیردابوصخرنه نقل کړی دی چه دوی نه په دنیا کښی دی او نه په آخرت کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل