حَتَّى إِذَا جَاءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ
(دوی به مخالفت کوی) ترهغی پوری چه راشی یوتن ددوی ته مرگ وائی ای ربه ځما واپس کړی مالره -
دا آیت تعلق لری د (۹۰) سره او تخویف دی یعنی دوی شرک او کفر کښی مشغول دی ترمرگ پوری بیاپه وخت دمرگ کښی ارمانونه کوی دواپس کیدلو دنیا ته (ارْجِعُونِ) ئی جمع صیغه ذکرکړی ده دپاره دتعظیم د رب تعالٰی یا دا جمع دپاره دتکرار ده یعنی زرزر وائی چه ما واپس کړه اودا وینا په وخت دیقین دمرگ کښی ده او داسی قول د مؤمن گنهگار هم دی لکه سورة منافقون (۱۰) کښی - یا دا وینا په عالم برزخ کښی ده پس دمرگ نه اوداسی آیاتونه په ډیرو سورتونو کښی دی سورة اعراف (۵۳) سورة ابراهیم (۴۴) سورة انعام (۲۷) سجده (۱۲) مؤمن (۱۱) فاطر (۳۷) شوریٰ (۴۴) بعضی په وخت دنزع کښی اوبعضی په وخت دنشورکښی اوبعضی په قبرکښی اوبعضی په وخت دپیشئ کښی اللّه تعالٰی ته یا اورته -س