الحج ۷۳

يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ

ای خلقو بیانیږی یومثال نو غوږ کیدئ هغی ته یقیناً‌ هغه کسان چه تاسو ورته رامدد شه وائی سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ چیری نه شی پیداکولی یو مچ لره اگرکه ټول را غونډ شی هغی ته او که چیری اوتختوی ددوی نه مچ څه څیز نه شی خلاصولی هغی لره دهغه نه کمزوری دی غوختونکی او دچانه چه غوښته کیدی شی -

یعنی هرکله چه دوی دقرآن دبیان په وخت کښی شور او جگړه کوی او غوږ ورته نه نیسی نودغه وخت دوی ته اووایه چه شور مه کوئ غوږ کیدی یو عجیبه مثال پیش کیدلی شی (مَثَلٌ) ذکر د ذُبَابًا د ټول مخلوق نه په طریقه دمثال سره دی یا مراد دمثل نه عجیبه بیان دی حاصل دادی چه معبودان ماسوی اللّه (که اولیاء وی که بتان وی) ټول کمزوری دی ځکه چه مچ په خلقو کښی ناقص الخلقت دی لیکن دوی ټول یو مچ هم نه شی جوړولی بلکه مچ چه په خپلو پنجو او خوله کښی ددوی خوراکونو وغیرونه څه څیز اوتختوی نوددوی معبودانو وس نیشته چه هغه ترینه خلاص کړی یعنی دوی نه اختیار دایجاد لری او نه دځان نه ضرر دفع کولی شی - نوداسی کمزوری مخلوق به څنگه حاجتونه پوره کړی شی -
فائده: ذُبَاب ئی دڅو وجونه خاص کړو، اول داچه دمعبودانو ماسوی اللّه په دربارونوکښی خوراک څکاک او خواږه په طور دنذر غیراللّه سره ډیروی اوهغی له مچان ډیرراځی، دوهم داچه دمچ په بدن کښی اندامونه دماشی نه هم کم دی نوچه لږو اندامونو والا نه شی پیداکولی نو ډیرو اندامونو والا به څرنگه پیدا کړی شی اوپه دی وجه اکثرپه دربارونو دغیراللّه کښی بیماراوړانده، گوډ، شل خلق پراته وی لیکن دغه قبرونووالا هغوی نه شی جوړولی نونورخلقو له به څه حاجتونه پوره کړی، دریم داچه مچ د اللّه تعالٰی په مخلوق کښی ډیر اجهل دی (حیٰوة الحیوان داسی ذکرکړی دی) اوددی وجی نه دقبر دمنجور مثال د بی حیا مچ سره ورکړی شوی دی نودا معبودان من دون اللّه ددغه بی حیا هم مقابله نه شی کولی اودهغوی نه څه څیزنه شی راخلاصولی (الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ) ابن جریر وئیلی دی چه طالب دغه معبود (صنم) دی او مطلوب ذباب دی اودوهم قول دادی چه طالب عابد دی اومطلوب معبود من دون اللّه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل