الحج ۷۲

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ تَعْرِفُ فِي وُجُوهِ الَّذِينَ كَفَرُوا الْمُنْكَرَ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِالَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِنْ ذَلِكُمُ النَّارُ وَعَدَهَا اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَبِئْسَ الْمَصِيرُ

اوکوم وخت چه اولوستلی شی په دوی باندی آیاتونه زمونږ ښکاره پیژنی ته په مخونو د هغه کسانو کښی چه کفرئی کړی دی خفگان نزدی دی چه حمله اوکړی پ هغه کسانو باندی چه بیانوی په دوی باندی آیاتونه زمونږ ته اوایه آیا پس خبردرکړم په ډیر ناکاره سره ددی نه چه اور دی وعده کړی ده دهغی اللّه تعالٰی دهغه کسانوسره چه کفرئی کړی دی اوبد دی ځای دورگرځیدلو -

په دی کښی زجردی په انکار دقرآن سره یعنی ددوی سره خودلیل نیشته اوهرکله چه دوی ته په دلیل دتوحید کښی قرآن لوستلی کیږی نوپه هغی باندی خفه کیږی اود قرآن په واضح اوریدلو سره غصه کیږی اونزدی وی چه په قرآن بیان کوونکی باندی حمله اوکړی دپاره دمنع کولو د هغه (بِشَرٍّ) یعنی ورته اوایه چه ستاسو په نیز دقرآن بیان کول شردی لیکن ددی نه زیات شراور دجهنم دی چه دقرآن نه منع کوونکو دپاره تیاردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل