الحج ۷۴

مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ

عزت نه دی کړی دوی د اللّه تعالٰی لائق عزت دهغه، یقیناً‌ اللّه تعالٰی قوت والا دی زورآور دی -

دا زجردی دغه مشرکانو ته چه د کمزوری مخلوق نه حاجات غواړی اللّه تعالٰی ئی هیرکړی دی نودوی د اللّه تعالٰی قدر نه کوی او دهغه صفتونه نه پیژنی، اودارنگ رد دمشرکانو دی چه هغوی په مؤحد باندی طعن کوی چه تا داولیاؤ او بزرگانو قدر نه دی کړی نوجواب اوشو چه تاسو د اللّه تعالٰی قدر نه کوئ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل