الحج ۶۲

ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ

دا مدد په دی وجه دی چه یقیناً اللّه تعالٰی لره حقه ده بندگی کول دهغه او یقیناً (بندگی کول) دهغه چا چه دوی ورته رامدد شه وائی سیوا د اللّه تعالٰی نه دا باطل ده اویقیناً اللّه تعالٰی اوچت دی لوی ذات والا دی -

دا دوهم علت دی دنصرت کولو چه اللّه تعالٰی حق الٰه دی او نور الٰهه باطل دی نو اللّه تعالٰی مدد کولی شی او نور الٰهه مدد نه شی کولی - یاپه دی کښی اشاره ده مقصد نصرت ته یعنی مدد ددی دپاره کوی چه د اللّه تعالٰی توحید ښکاره شی اود شرک بطلان ښکاره شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل