الحج ۶۱

ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ

دا مدد په دی وجه دی چه یقیناً اللّه تعالٰی ورننه باسی شپی لره په ورځ کښی او ورننه باسی ورځ لره په شپه کښی اویقیناً اللّه تعالٰی هرڅه اوری هرڅه وینی -

دا اول علت دی دپارده دنصرت د مجاهد سره یعنی اللّه تعالٰی په انقلاب دلیل او نهار قادر دی نوپه دی نصرت کولو هم قادر دی یاپه دی کښی اشاره ده په طریقه دمثال سره فائدی د نصرت ته یعنی امداد ددی دپاره کوی چه تیاری په رنړا سره بدلی کړی لکه چه رنړا په تیارو سره بدلوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل