أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَتُصْبِحُ الْأَرْضُ مُخْضَرَّةً إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ
آیا نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی راورولی دی د آسمان دطرف نه اوبه پس شی صباله ځمکه شنه یقیناً اللّه تعالٰی مهربان دی خبردار دی -
دا دلیل عقلی دتوحید دی چه هغه په مخکښی آیت کښی ذکرکړی شوی دی (فَتُصْبِحُ) د عکرمه نه روایت دی چه دا په مکه او تهامه علاقه کښی وی چه باران اوشی نو صباله ځمکه کښی شینکئ ښکاره شی او ابن عطیه وئیلی دی چه داسی په علاق د سوس اقصا کښی هم ما لیدلی دی نوفاپه خپله معنیٰ د اتصال ده یا فا صرف د عطف دپاره دی -