الحج ۱۸

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَنْ يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُكْرِمٍ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ۩ ࣛ

آیا ته نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی ته سجده کوی هغه څوک چه په آسمانانواو کښي او هغه څوک چه په ځمکه کښی دی اونمراوسپوږمئ او ستوری اوغرونه او ونی اوزنده سر او ډیر دخلقونه اوډیرو باندی فیصله شوی ده فیصله دعذاب اوهغه څوک چه سپک کړی هغه لره اللّه تعالٰی نونیشته هغه لره هیڅ څوک عزت ورکؤونکی یقیناً‌ اللّه تعالٰی کوی هغه چه اوغواړی -

دا آیت دلیل عقلی دی چه سجود دټول عالم اللّه تعالٰی ته دلیل دی دلیل دی د اللّه تعالٰی په توحید او په عظمت باندی اوپه آیت کښی هغه مخلوقات ئی ذکرکړی دی چه مشرکانو دهغوی عبادت کړی دی نودهغه معبودانو باطلو عجز بیانوی ابن عطیه ذکرکړی دی چه حمیرقبیلی دنمرعبادت کوؤ اوکنانه دسپوږمئ اوتمیم د بران ستوری اولحم د مشتری ستوری او طیی دثریا او قریش دشعری او اسد دعطارد او ربیعه دمرزم ستوری عبادت کوؤ او دغرونواو دونو نه معبودان جوړوی او دواب کښی بقراو مار او چرگ داخل دی چه دهغوی عبادت کړی شوی دی نوپه دی آیت کښی ډلو مشرکانوته اشاره ده په طریقه دردکولو سره په هغوی باندی (وَكَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ) نه روستو لفظ‌ دمرحومون پټ مراد دی یا دا عطف دی من فی الارض باندی دقبیلی دعطف دخاص نه په عام باندی (وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ) نه روستو خبر حذف دی یعنی مهانون ذلیلون اومراد په آیت کښی سجده په رضا اوپه توحید سره - یامراد دسجدی نه عام دی که طوعاً وی یا کرهاً وی یا کرهاً نو د كَثِيرٌ حَقَّ نه روستو تقدیرته حاجت نیشته بلکه په مخکی باندی عطف دی (وَمَنْ يُهِنِ اللَّهُ) مراد داهانت نه ترک دسجود د اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل