إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئِينَ وَالنَّصَارَى وَالْمَجُوسَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا إِنَّ اللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ
یقیناً هغه کسان چه ایمان والا دی اوهغه کسان چه یهودیان دی اوصابیان او نصاریٰ اومجوسیان دی اوهغه کسان چه شرک ئی کړی دی یقیناً اللّه تعالٰی به جدائی راولی په مینځ ددوی کښی په ورځ دقیامت یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیز حاظر ناظردی -
په دی آیت کښی ذکر دفرقو دمشهورو دخلقو دی چه یوه فرقه دمؤمنانو ده چه د آیات بینات نه فائده اخلی اونوری فرقی ددغه آیاتونه اعراض کوؤنکی نن په دنیاکښی مشترک دی - لیکن قیامت کښی به اللّه تعالٰی ددوی په مینځ کښی فیصله اوکړی مؤمنان به جنت ته داخل کړی اونوربه جهنم ته داخل کړی او إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ، دلیل دی د يَفْصِلُ دی یعنی اللّه تعالٰی په هرڅیزخبردی نوحقه فیصله به اوکړی -
فائده: ابن عطیه په تفسیر کښی دقتاده نه روایت کړی دی چه ټول اصول د ادیان شپږدی پنځه دشیطان دی او یو درحمان دی او (الصَّابِئِينَ) هغه قوم دی چه دملائکوعبادت کوی اوکعبی ته مخ کوی او توحید (په خپل گمان کښی) منی او زبورکتاب لولی - او (مجوسیان) هغه دی چه داور رنړا او نمراو سپوږمئ عبادت کوی (وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا) په دی کښی غیرکتابی شرک کوؤنکی مراد دی دهغوی بل نوم نیشته ځکه ئی په اشرکوا سره ذکرکړی دی نومخکښی بعضو ډلو کښی هم شرک شته لیکن دا عطف دوجی دمغایرت دنوم نه دی -