وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَأَنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يُرِيدُ
اودارنگ نازل کړی دی مونږ دا قرآن آیاتونه واضح اویقیناً اللّه تعالٰی هدایت کوی هغه چاته چه اللّه تعالٰی ئی اراده اوکړی -
په دی کښی ترغیب دی قرآن کریم ته یعنی لکه چه مونږ امر کړی دی په صبرسره اود نصرت وعده هم کړی ده دارنگ مونږ دا قرآن کریم هم د تسلئ او د هدایت او استقامت دپاره رالیږلی دی - یالکه چه مونږ اثبات دتوحید اوقیامت اوکړو په دلیلونو عقلیو سره دغه شان ددی دپاره مونږقرآن کریم نازل کړی دی -