هَذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ فَالَّذِينَ كَفَرُوا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌ مِنْ نَارٍ يُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوسِهِمُ الْحَمِيمُ
دا دوه ډلی دی چه جگړه کوی په باره درب ددوی کښی پس هغه کسان چه کفرئی کړی دی جوړولی به شی دوی دپاره (دډیرو تکړونه) جامی داور اړولی به شی پورته دسرونو ددوی نه یشیدلی اوبه -
(هَذَانِ) کښی اشاره ده هغه دوه فریقو مقابلینوته چه ذکرشوی دی تیرشوی دواړه آیاتونو کښی هغوی اگرچه ډیری ډلی دی لیکن مرجع دهغوی دوه ډلوته ده - اوددوی اختصام او اختلاف همیشه دی په باره دتوحید د اللّه تعالٰی اودصفاتو دهغه کښی یعنی ددوی اختلاف د دنیا په مقاصدو باندی بنا نه دی بیایو فریق ته تخویف اوبل فریق ته بشارت تفصیلاً ذکرکوی اودا ددوی په مینځ کښی فیصله ده (قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌ مِنْ نَارٍ) مراد ترینه دادی چه دجهنم دجنس نه به ددوی دپاره جامی جوړولی شی لکه سورة ابراهیم (۵۰) کښی دی یاداکنایه ده چه اوربه په دوی باندی داسی احاطه اوکړی لکه جامه په بدن باندی -