الحج ۵

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ مُخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاءُ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنْكُمْ مَنْ يُتَوَفَّى وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنْبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ

ای خلقو که تاسوئی په شک کښی د دوباره ژوند نه (نوواورئ دلیل) چه یقیناً پیدایش شروع کړی دی مونږ ستاسو د خاورونه بیا دنطفی نه بیا دټکړی دوینی نه بیا ټکړی دغوښی نه چه پوره اندامونووالا وی (اوبعضی) کمو اندامونو والا وی دی دپاره چه وضاحت اوکړو دی دپاره چه وضاحت اوکړو مونږ تاسوته اوساتوئی په رحمونوکښی څومره وخت چه مونږغواړو ترنیټی مقرری پوری بیاراباسو تاسولره واړه (بیا پالنه کؤوستاسو) دپاره ددی چه اورسیږئ ځوانئ خپلی ته اوبعضی ستاسونه هغه دی چه مړکړی شی اوبعضی ستاسو نه هغه دی چه اوگرځولی شی سپک عمرته عاقبت داشی چه نه پوهیږی روستو دپوهی نه په هیڅ څیزباندی اووینی ته ځمکی لره اوچه پرته پس کله چه راورو مونږ په هغی باندی اوبه تیاره شی دپاره دزرغونئ اوبوگه شی او راټوکوی دهرقسم تازه نه -

په دی آیت کښی اثبات دبعث بعدالموت او اثبات دتوحید دی په دوه دلیلونو عقلیوسره اول دلیل پیدائش دانسان په مختلفو اطوارو اوانقلاباتوسره چه هغ شپږ دی تووخت دپیدایش پوری بیا دوه حالتونه دی حال دځوانئ او حال دډیربوډاوالی (چه هغی ته هرم وائی) اوورسره ذکر دمرگ دی (مِنْ تُرَابٍ) ددی نه مراد پیدائش د آدم علیه السلام دی او (ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ) نه مراد پیدائش د اولاد دی یاداچه ټول انسانان دخاورو نه پیدا شوی دی ځکه خوراکونه ټول دخارونه پیداکیږی اود خوراکونونه بدن او وینه جوړیږی اوبیا دهغی نه نطفه جوړیږی (طِفْلًا) په دی کښی معنیٰ دتابعدارئ‌ ده نوچه څومره پوری د مورتابع وی هغی ته خوراک څښکاک کښی محتاج وی نوورته طفل وئیلی کیږی (مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا) دا رنگ سورة نحل (۷۰) کښی تیرشوی دی (فرق) دادی چه سورة نحل کښی بعد علم دی اودی آیت کښی (من بعد علم) دی یعنی که لږ علم وی هغه به هم زائل شی اوکه ډیرعلم وی هغه به هم زائل شی کله چه سورة نحل کښی په دغه آیت کښی دوه حالتونه ذکرکړی دی نودا لږعلم دی اوپه دی آیت کښی ډیرحالتونه ئی ذکرکړونودا ډیرعلم دی - واللّه اعلم بالصواب (وَتَرَى الْأَرْضَ) ددی ځای نه دوهم دلیل دی پیدائش دبوټود ځمکی نه اودهغی څلورحالتونه ئی ذکرکړی دی اودلته خطاب ئی مفرد ذکرکړی دی اوتیرشوی دلیل کښی خطاب ئی جمع ذکرکړی دی وجه دا چه دخپل پیدائش په حالتونوباندی هرڅوک خبریدلی شی اودځمکی نه دبوټو زرغونیدلو په حال هرڅوک نه شی خبرکیدلی (اهْتَزَّتْ) اهتزاز حرکت کولوته وائی یعنی تخم چه په ځمکه کښی دننه پړسیږی نو ځمکه ورسره خوزیږی یا مراد داهتزاز نه قابل کیدل دځمکی دی دپاره دبوټو راویستلوداهم حرکت حکمیه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل