كُتِبَ عَلَيْهِ أَنَّهُ مَنْ تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُ يُضِلُّهُ وَيَهْدِيهِ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ
مقرر شوی ده په باره د هغه چاکښی چه چا دهغه تابعداری اوکړه نویقیناً هغه به گمراه کوی ده لره اوبلنه کوی دده عذاب دگرم اورته -
نسبت دگمراه کولوشیطانه ته په سبب دوسوسو دهغه سره دی (كُتِبَ) دا کتابت تقدیری مراد دی یاپه معنیٰ دلزوم دی یعنی دده تابعداری کول مستلزم دی گمراهئ لره (تَوَلَّاهُ) تابعداری او تقلید دهغه کوی (ابن کثیر) -