الحج ۳

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَانٍ مَرِيدٍ

اوبعضی دخلقو نه هغه څوک دی چه جگړه کوی په باره دتوحید د اللّه تعالٰی کښی بغیردپوهی نه اوروان وی په هرشیطان سرکش پسی -

دازجر دی منکرین دتوحید او قیامت ته چه جدا کوی په سبب د ړوند تقلید کولوسره ځکه چه فرمائیلی دی (وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَانٍ مَرِيدٍ) مراد دشیطان نه انسی او جنی دواړه دی اومفسرابن کثیروئیلی دی دا حال دبدعتیانو گمراهانودی چه دښکاره حق نه مخ گرځوی اود باطل تابعداری کوی پریږدی هغه چه اللّه تعالٰی نازل کړی دی په رسول اللّٰه ﷺ باندی اوتابعداری کوی دمشرانو دگمراهئ چه بلنه ورکوی بدعاتوته په خپلو خواهشاتو او آراؤ سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل